أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ

أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ

له ابو الدرداء رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ؟» قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «ذِكْرُ اللهِ تَعَالَى». "آیا زه تاسو ته ستاسو د غوره عملونو په اړه خبر درنکړم چې ستاسو د واکمن پر وړاندې ترټولو پاکیزه او ستاسو مرتبو لره لوړوونکي وي او ستاسو لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له خیراتولو غوره وي، او لدې درته غوره وي چې د خپل دښمن سره مخ شئ ؟ نو تاسو د هغوی څټونه ووهئ او هغوی ستاسو څټونه ووهي؟» هغوی وویل: ولې نه (یعنې خبر راکړه)، هغه وفرمایل: د الله تعالی ذِکر (یادول).

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: - آیا غواړئ چې ستاسو د واکمن ذات پر وړاندې ستاسو د تر ټولو غوره، باعزته، تر ټولو ښه وده کوونکو، پاکیزه او سوچه اعمالو په اړه خبر درکړم چې ؟ ؟ او دا چې په جنت کې ستاسو مرتبو لره پورته کوونکي وي؟ او ستاسو لپاره د سرو او سپينو زرو له صدقه کولو څخه غوره وي؟ او ستا لپاره لدې غوره وي چې له کفارو سره وجنګېږئ؛ تاسو د هغوی سرونه ووهئ او هغوی ستاسو سرونه ووهي؟ صحابه و وویل: هو موږ دا غواړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله جل جلاله ذکر په هر وخت او هر حالت کې.

فوائد الحديث

په پرله پسې ډول په ظاهر او باطن کې د الله تعالی یادول؛ الله تعالی ته د نږدېوالي یو له سترو او ګټورو کارونو څخه دي.

ټول عملونه د الله جل جلاله د ذِکر د قائمولو لپاره روا شوي دي، الله پاک فرمايلي: (وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي) یعنې (او زما په یاد کې لمونځ وکړه). او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د کعبې طواف او د صفا او مروه تر منځ(سعی کول) او د جمراتو ویشتل یوازې د الله تعالی د یادولو (ذکر) په خاطر روا شوي دي. ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.

العز ابن عبدالسلام په خپلو قاعدو کې فرمایلي: دا حدیث په دې دلالت کوي چې په ټولو عباداتو کې ثواب د زیاتې ستړتیا په اندازه نه وي، بلکې داسې هم کیږي چې الله جل جلاله د زیاتو اعمالو په پرتله په وړو عملونو زیات اجرونه ورکوي، نو ثواب د مرتبو له مخې ورکول کیږي چې له نورو سره په شرف کې توپیر لري.

المناوي په فيض القدير کې ويلي چې: د دې حديث تفسير دا دی چې ذِکر د هغو کسانو لپاره غوره دی چې مخاطب شوي دي، او که چېرته په حدیث کې مخاطب یو زړور او تورزن کس چې په جګړې سره یې اسلام ته بریا تر لاسه کېده نو هغه ته به ویل شوي وو چې جهاد تر ټولو غوره عمل دی، او که هغه بډایه انسان پرې مخاطب شوی و چې په خیرات او صدقې ورکولو سره یې غریبانو ته فایده رسېدله نو هغه ته به ویل شوي وو چې صدقه تر ټولو غوره عمل دی، او هغه څوک چې د حج کولو توان لري، هغه ته به حج ښودل شوی و، یا هغه څوک چې مور او پلار لري، نو هغه ته به له دواړو سره نیکي کول غوره عمل ښودل شوی و، او (پدې تفسیر سره) د روایتونو تر منځ جوړجاړی کیږي.

تر ټولو غوره ذِکر هغه دی چې په ژبه وویل شي او په زړه کې راوستل شي، بیا ورپسې هغه دی چې یوازې په زړه کې راوستل شي لکه فکر کول، بیا هغه دی چې یوازې په ژبې سره ادا شي، او په ټولو کې اجر دی اِن شاء الله تعالی.

حالاتو سره په تړلو اذکارو د مسلمان پابندي کول لکه: د سهار او ماښام اذکار، جومات ته د ننوتلو او بېرته راوتلو، همدا رنګه کور، تشناب او نورو ځایونو ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال اذکار .. او داسې نور ډېر په دې سره مسلمان د هغه چا له ډلې څخه ګرځي چې الله تعالی ډير يادوي.

التصنيفات

د ذکر فضیلت