إعدادات العرض
یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی
یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې په منبر ولاړ و، د صدقې، تعفف (یعنې له اړتیا پرته د صدقې اخېستلو څخه ډډه کولو) او له خلکو څخه د سوال کولو په اړه يې وفرمایل: « یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی، لوړ لاس هغه دی چې صدقه ورکوي، او ټيټ لاس هغه دی چې مرسته غواړي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî தமிழ் Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په منبر خطبه ورکوله، نو د صدقې ورکولو او له سوال څخه د ځان ساتنې یادونه يې وکړه او بیا یې وفرمایل: لوړ لاس چې ورکړه کوي او صدقه کوي، د ټيټ لاس څخه چې غوښتنه کوي، غوره او د الله تعالی لپاره محبوب دی.فوائد الحديث
په دې کې د خیر په چارو کې د ورکړې او لګښت فضیلت بیان شوی او د سوال کول بد ګڼل شوي دي.
په حدیث کې ټینګار شوی چې له خلکو باید سوال ونه شي او ځان ترې مستغني او بې پروا شي، او تر څنګه یې باعزته چارو ته هڅوونه او له سپکو چارو ډډه کولو ټینګار شوی دی، او الله تعالی لوړې او باعزته چارې خوښوي.
لاسونه د فضیلت له مخې څلور ډولونه دي: تر ټولو غوره هغه دي چې صدقه ورکوي، بیا هغه چې له اخیستلو څخه ځان ساتي، بیا هغه چې بې غوښتنې څه ترلاسه کوي، او تر ټولو ټیټ هغه دی چې غوښتنه کوي.
