مَا اغْبَرَّتْ قَدَمَا عَبْدٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَمَسَّهُ النَّارُ». «د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي

مَا اغْبَرَّتْ قَدَمَا عَبْدٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَمَسَّهُ النَّارُ». «د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي

له ابو عبس عبدالرحمن بن جبر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا اغْبَرَّتْ قَدَمَا عَبْدٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَمَسَّهُ النَّارُ». «د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د الله په لار کې د جهاد پر مهال یې پښې ګردجنې شوي وي چې اور به ورته ونه رسېږي.

فوائد الحديث

پدې کې هغه مجاهد ته له اور څخه د خلاصون زېری دی چې د الله په لار کې یې جهاد کړی وي.

سره له دې چې ګردونه ټول بدن ته رسېږي، خو پښې یې له دې امله په ځانګړې توګه یادې کړې چې په هغه وخت کې ډېری مجاهدین پلي وو، او په هر حال کې به یې پښې په ګردونو کېدې.

ابن حجر فرمایلي: کله چې یوازې د ګرد له امله پښې پر اور حرامېږي، نو د هغه چا (به څومره) اجر وي چې زیار یې ویستلی وي او تر خپلې وسې یې ځان ستړی کړی وي.

التصنيفات

د جهاد فضیلت