دَعُونِي مَا تَرَكْتُكُمْ، إِنَّمَا هَلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ بِسُؤَالِهِمْ وَاخْتِلَافِهِمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ

دَعُونِي مَا تَرَكْتُكُمْ، إِنَّمَا هَلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ بِسُؤَالِهِمْ وَاخْتِلَافِهِمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دَعُونِي مَا تَرَكْتُكُمْ، إِنَّمَا هَلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ بِسُؤَالِهِمْ وَاخْتِلَافِهِمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ، فَإِذَا نَهَيْتُكُمْ عَنْ شَيْءٍ فَاجْتَنِبُوهُ، وَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ». (ما پریږدئ تر څو چې ما پرېښي یاست، یقینا ستاسو څخه مخکیني خلک د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په سر د اختلاف له امله هلاک شوي دي، نو کله مې چې له یو کار څخه منع کړئ نو ډډه ترې وکړئ، او کله مې چې درته په یو څه امر وکړ نو د خپلې وسې په اندازه یې پر ځای کړئ).

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې شرعي احکام په دريو برخو وېشل شوي دي: هغه چې سکوت پرې شوی دی، او ممانعتونه او اوامر دي. لومړی: هغه څه دي چې شريعت يې په اړه چوپ پاتې شوی او هېڅ حکم یې نه دی کړی، او اصل په شیانو کې دا دی چې واجب نه دي؛ د هغه صلی الله علیه وسلم په زمانه د یو کار په اړه چې لا واقع شوی نه و د پوښتنې کولو څخه ډډه کول لدې امله اړین و چې هسی نه واجب شي او یا روا نا روا وګرځي، ځکه چې الله تعالی پر بندګانو د رحمت له مخې پریښې وې. خو د هغه صلی الله علیه وسلم له مرګه وروسته که پوښتنه د فتوا یا تعلیم په بڼه وي چې په دیني مسئله کې ورته اړتیا وي، نو روا ده بلکې امر پرې شوی دی، او که هغه د مشقت او تکلف له مخې وي نو د همدې ډول په اړه په حدیث کې د پوښتنې کولو ممانعت راغلی؛ ځکه کېدی شي له امله یې داسې څه رامنځته شي لکه په بني اسرائیلو کې چې پېښ شوي و، کله چې هغوی ته د غوا د حلالولو امر وشو، نو که دوی هره غوا حلاله کړې وه، امر به یې پر ځای کړی و، خو هغوی سختي وکړه، نو سختي ورسره وشوه. دویم: ممانعتونه؛ او هغه عبارت دي له هغو کړنو څخه چې پرېښودونکي ته یې اجر او کوونکي ته یې جزا ورکول کیږی، نو له ټولو څخه ډډه کول واجب دي. دریم: اوامر دي؛ هغه کارونه چې تر سره کوونکي ته یې ثواب ورکول کیږي، نو د وسې په اندازه پر ځای کول یې واجب دي.

فوائد الحديث

پر هغه څه باید تمرکز وشي چې خورا مهم او اړین وي او هغه څه پرېښودل شي چې سمدلاسه ورته اړتیا نه وي، او د هغه څه په اړه په پوښتنې کولو له مشغولېدلو باید ډډه وشي چې پېښ شوي نه دي.

د داسې پوښتنو کول حراموال دي چې کېدی شي مسئلې پېچلې کړي، شکونو ته دروازه پرانیزي او د ډېرو اختلافاتو لامل وګرځي.

د ټولو ممانعتونو په پرېښودلو امر؛ ځکه چې په پرېښودلو کې یې کوم مشکل نشته، لدې امله په عامه توګه ترې منع راغلې ده.

پر هغه څه باید امر وشي چې د وس مطابق یې کول مطلوب دي؛ ځکه کېدی شي ځینې وختونه یې کول ستونزمن وي او یا یې انسان له کولو عاجز شي؛ له دې امله یې ادا کول د وس مطابق غوښتل شوي.

د ډېرو پوښتنو کولو حرمت، علماوو پوښتنې کول په دوو برخو وېشلي: لومړی: هغه دي چې د دين په اړه د څه شي زده کولو ته اړتیا وي لکه د صحابه کرامو پوښتنې، نو دا هغه پوښتنې دي چې په کولو یې امر شوی. او دویم: هغه پوښتنې دي چې سختي او تکلیف زیږوي، نو دا ډول پوښتنې حرامې دي.

دې امت ته د خپل پېغمبر د نافرمانۍ په اړه خبرداری، لکه څنګه چې له دوی نه وړاندې په مخکنیو امتونو کې شوي دي.

د هغه څه په اړه ډېرې پوښتنې چې اړتیا ورته نه وي او د پیغمبرانو په اړه اختلاف د هلاکت لامل دی، په ځانګړي توګه په هغه مسئلو کې چې رسېدل ورته شوني نه دي، لکه: د غیبو مسایل چې یوازې الله پرې پوهیږي او د قیامت د ورځې حالات.

د سختو مسائلو په اړه د پوښتنې کولو ممانعت، اوزاعي فرمایلي: کله چې الله تعالی وغواړي خپل بنده د علم له برکت څخه محروم کړي نو پر ژبه یې غولوونکي پوښتنې راولي (هغه چې خلک پرې تېر باسي)، نو دا ډول خلک مې تر ټولو د لږ علم خاوندان وموندل: او ابن وهب فرمایلي: له مالک څخه مې اورېدلي چې ویل یې: په علم کې ځان ښودنه د سړي له زړه نه د علم روښنایي لرې کوي.

التصنيفات

مخکني أنبیاء او رسولان علیهم السلام, د الفاظ دلالتونه او د استنباط څرنګوالی