إعدادات العرض
آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده
آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو خلکو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ای د الله رسوله! اجرونه خو ټول مالدارنو واخېستل؛ هغوی لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي، هغه وویل: « آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده»، هغوی وویل: ای د الله رسوله! زمونږ څخه به یو کس خپل شهوت پوره کوي او هغه ته به پرې اجر وي؟ هغه وویل: «راته ووایئ که چېرته یې په حرامو کې پوره کړي و نو آیا ګناهکار شوی به و؟ نو همداسې ده، کله چې خپل شهوت د حلال لارې پوره کړئ نو اجر ورته شته».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული ಕನ್ನಡ Moore Svenska Македонски ไทย Українська తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasyالشرح
د صحابه کرامو ځینو فقیرانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل حال او غریبۍ په اړه شکایت وکړ، او دا چې نه شي کولی د الله په لار کې مالونه صدقه کړي تر څو د خپلو نورو مالدارو ورونو په څېر اجرونه تر لاسه کړي او د هغوی په څېر د خېر کارونه وکړي؛ ځکه هغوی هم لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، او زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي او موږ یې نه خیراتوو! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې داسې خیراتونو ته لارښوونه وکړه چې دوی یې کولی شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: آیا الله تعالی تاسو ته داسې څه نه دي درکړي چې تاسو یې د ځان لخوا صدقه کړئ؟! یقینا چې ستاسو (سبحان الله) ویل تاسو ته د صدقې اجر لري، او همداسې ( الله اکبر) ویل صدقه ده، (الحمد لله) ویل صدقه ده، (لا اله الا الله ) ویل صدقه ده، ( امر بالمعروف ) صدقه ده او ( نهی عن المنکر ) صدقه ده، بلکې کله چې ستاسو څخه یو څوک د خپلې ښځې سره کوروالی کوي، دا د هغه لپاره صدقه ده. نو دوی حیران شول او ویې ویل: ای د الله رسوله! آیا زموږ څخه به یو تن خپل شهوت پوره کوي او هغه ته برې اجر وي؟ هغه وفرمایل: ماته ووایئ که چیرته یې د حرامې لارې خپل شهوت پوره کړی و، یعنې زنا او یا بل داسې کار یې کړی و، نو آیا پرې به ګناهکار شوی و؟ نو همدا خبر ده چې کله یې د حلالې لارې پوره کړي ورته اجر دی.فوائد الحديث
د صحابه کرامو تر منځه د خېر په کارونو، او د الله تعالی لخوا د لوی اجر او ثواب په تر لاسه کولو کې خپلمنځي سیالۍ.
د ثوابي کارونو ډیروالی او په دې کې هر هغه عمل شامل دی چې یو مسلمان یې د ښه نیت او ښه هدف له مخې ترسره کوي.
د اسلام آساني او سهولت، ځکه هر مسلمان داسې یو څه مومي چې په عملي کولو سره یې د الله تعالی پیروي وکړي.
نووي وايي: دا د دې ثبوت دی چې مباح عملونه د نیت د ریښتینولۍ سره اطاعت ګرځي، جماع هغه وخت په عبادت اوړي چې نیت د میرمنې حقونه پوره کول او د هغې سره د مهربانۍ چلند کول وي، لکه څنګه چې الله تعالی امر کړی دی، یا د صالح اولاد غوښتل، یا د خپل ځان او یا خپلې میرمنې عفت ساتل او حرامو ته د لیدلو، پکې فکر کولو، یا یې په اړه اندیښنې کولو د مخنیوي او داسې نورو نیکو موخو لپاره وي.
مثال او تشبیه کارول، تر څو اوریدونکي ته روښانه شي او قناعت یې پرې وشي.