إعدادات العرض
د هېڅ مسلمان وینه له دریو حالتونو پرته تویول روا نه دي
د هېڅ مسلمان وینه له دریو حالتونو پرته تویول روا نه دي
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هېڅ مسلمان وینه له دریو حالتونو پرته تویول روا نه دي: واده شوی زناکار، د قصاص په حق کې (د نفس په بدل کې)، او هغه څوک چې خپل دین پرېږدي او له جماعت څخه جلا شي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Македонски नेपाली دری Lietuvių Shqip ગુજરાતી ភាសាខ្មែរ Українська Čeština Magyar Српски ქართული ਪੰਜਾਬੀ Kiswahili فارسی ಕನ್ನಡ മലയാളം тоҷикӣ kmr తెలుగుالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمان وینه تویول حرام دي، مګر دا چې له دریو کارونو څخه یو ترسره کړي: لومړی دا چې: څوک په زنا ګناه کې واقع شي حال دا چې په صحیح عقد سره یې نکاح کړي ويِ؛ نو په رجم سره یې وژل روا دي. دویم: چا چې بې ګناه نفس په قصدي توګه وواژه، نو د شرطونو مطابق دی هم باید ووژل شي. دریم: دا چې څوک د مسلمانانو له جماعت څخه جلا شي؛ یا دا چې په بشپړه توګه اسلام پرېږدي او مرتد شي او یا دا چې مرتد نه وي خو له ډلې جلا شي لکه باغیان، لاره شکوونکي غله او د خوارجو جنګیالي او داسې نور.فوائد الحديث
د دې دریو خلصتونو حراموالی، او دا چې چا له دوی څخه یو ترسره کړ، نو د وژلو مستحق دی: یا په کافر کېدو چې مرتد شي او له اسلام څخه واوړي، یا پرې حد جاري شي چی هغوی دوه ډوله خلک دي: واده شوی زناکار، او هغه چې څوک په قصدي توګه څوک ووژني.
د عزتونو حفاظت او د هغوي پاک ساتل اړين دي.
د مسلمان درناوی کول اړین دي، او دا چې د هغه وینه خوندي ده.
د مسلمانانو له ډلې سره پر یو ځای پاتې کېدلو باندې ټینګار او ورڅخه نه بېلېدل.
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم ښکلې ښوونه، چې کله ناکله به یې خپلې خبرې په ویش سره وړاندې کولې؛ ځکه چې وېش مسایل محدودوي او راټولوي، او د یادولو لپاره یې آسانه کوي.
الله تعالی حدود وضع کړي؛ د دې لپاره چې د مجرمانو مخنيوی وکړي او ټولنه له جرمونو څخه خوندي وساتي.
د دې حدودو پلي کول د حاکم (ولي امر) د واک او مسؤلیت برخه ده.
د قتل علتونه له درېو څخه زیات دي، خو له دې درېو نه د باندې نه دي، ابن العربي المالکي وايي: له دې دریو څخه په هېڅ صورت د باندې نه دي، ځکه څوک چې جادو وکړي یا د الله نبي ته ښکنځلې وکړي کافر کېږي، نو هغه په دین پرېښودونکو کې شامل دی.
التصنيفات
د حدودو حکمونه