إعدادات العرض
لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ». "ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي
لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ». "ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي
له عبدالله بن بسر رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي وویل: اې د الله رسوله! یقینا چې د اسلام احکام پر ما ډېر شوي دي، نو ماته داسې یو څه راوښیه چې زه پرې په ټینګه عمل وکړم، هغه وفرمایل: «لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ». "ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી Oromoo አማርኛ ไทย Română മലയാളം Malagasy नेपाली Deutsch Кыргызча ქართულიالشرح
یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي. نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.فوائد الحديث
په دوامداره توګه د الله تعالی د ذکر فضیلت.
د ثواب ګټلو د وسیلو اسانتیا د الله جل جلاله یوه لویه لورینه ده.
د خېر او نیکۍ په کارونو کې له برخمنېدو څخه د بندګانو توپیر او یو پر بل غوره والی.
د زړه په هماهنګۍ سره په ژبه د الله تعالی ډېر یادول؛ په سبحان الله، الحمد لله، لا اله الا الله، الله اکبر او داسې نورو الفاظو سره د ډېرو نفلی عملونو ځای نیسي.
هغه صلی الله علیه وسلم د پوښتونکو حالاتو ته په لیدو هر یو ته داسې ځواب ورکاوه چې د هغه له حالت سره به برابر و.
التصنيفات
د ذکر فضیلت