إعدادات العرض
مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله
مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله
له مقداد بن عمرو الکِندي رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ایښودلې ده (یعنې مسلمان شي) نو آیا زه یې لدې وینا وروسته هغه وژلی شم اې د الله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل «مه یې وژنه» هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړ بیا یې دا کلمه وویله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી Oromoo አማርኛ ไทย Hausa Română മലയാളം नेपाली Deutsch Malagasy Кыргызчаالشرح
مقداد بن الاسود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې که له یوه کافر سره په جګړه کې مخ شي او دواړه سره په توره وجنګیږي، تر دې چې کافر د هغه یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا ترې کافر وتښتي او یوې ونې ته پناه یوسي او لا إله إلا الله ووایي نو آیا ماته یې وژل روا دي، په داسې حال کې چې زما لاس یې پرې کړی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه. هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړی دی، آیا سره له دې یې هم ونه وژنم؟! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه، یقینا چې د هغه وینه تویول پر تا حرام شول، ځکه که هغه دې له اسلام راوړلو وروسته وواژه، نو هغه به ستا په څېر شي چې په اسلام راوړلو سره یې وینه معصومه وګرځي، او ته به د هغه په څېر شې چې د هغه په وژلو قصاص شې.فوائد الحديث
څوک چې داسې یوه وینا او یا عمل وکړي چې په اسلام کې یې په داخلېدو دلالت وکړي، نو وژل یې حرام دي.
که له کفارو څخه کوم يو د جګړې پر مهال مسلمان شي، د هغه وينه خوندي شوه او بايد چې لاس ترې واخیستل شي، مګر دا چې د دې خلاف څه ترې صادر شي.
یو مسلمان باید د شرعي احکامو مطابق خپلې غوښتنې برابرې کړي، نه د تعصب او انتقام پر بنسټ.
ابن حجر وایي: د نوازلو (نویو مسائلو چې مخکې نه وي واقع شوي) په اړه پوښتنه کول روا دي مخکې له دې چې پېښ شي، پر دې بنا چې قصه لا تر دې دمه واقع شوې نه ده، او کوم څه چې د ځینو سلفو څخه د دې کراهت په اړه نقل شوي نو هغه پر دې بنا دي چې لږ او نادر واقع کیږي او هغه څه چې واقع کېدل یې د عادت له مخې ممکن وي، نو په اړه یې پوښتنه کول روا دي تر څو پرې خلک پوه شي.
التصنيفات
اسلام