إعدادات العرض
إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ».…
إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ». " یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ». " یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي".
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी 中文 Kurdî Português অসমীয়া Kiswahili Tagalog አማርኛ ગુજરાતી Tiếng Việt Nederlands සිංහල Hausa नेपाली ไทย മലയാളം Кыргызча Malagasy Shqip Română Svenska తెలుగు ქართული Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان په هغه څه نه نیول کیږي چې په زړه کې یې کومه د شر خبره تېره شي مخکې لدې چې عمل پرې وکړي او یا یې په ژبه ووایي، ځکه چې الله جل جلاله مشقت پورته کړی او بخښلی یې دی، او د محمد صلی الله علیه وسلم امت په هغه څه نه نیسي چې په ذهن کې یې تېرېږي او په زړه کې یې اوړي را اوړي، خو پدې شرط چې باور پرې ونه کړي او زړه ته یې کښېنباسي؛ خو که چېرته یې په زړه کې ځای ورکړ لکه کبر، غرور، منافقت او یا یې په اندامونو عمل وکړ او یا یې په ژبه وویل، نو بیا پرې نیول کیږي.فوائد الحديث
الله تعالی له هغو افکارو او وسوسو څخه چې په زړه کې تېرېږي، تېر شوی او معاف کړي یې دي، هغه فکرونه او وسوسې چې د انسان په زړه کې تېرېږي او په ذهن کې یې اوړي را اوړي.
که د طلاق په اړه یو انسان فکر وکړي او په زړه کې یې تېر شي، خو تلفظ یې پرې نه وي کړی او نه یې لیکلی وي، نو هغه طلاق نه بلل کیږي.
کومې خبرې چې د انسان په زړه کې تېرېږي که څومره لویه هم وي انسان پرې تر هغه پورې نه نیول کیږي چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي.
د محمد صلی الله علیه وسلم د امت خورا لوی ارزښت چې دا ځانګړتیا یې ورکړې، چې په هغو خبرو نه نیول کېږي چې په زړه کې تېرېږي، البته دا د پخوانیو امتونو پر خلاف ځانګړتیا ده.
التصنيفات
د طلاق الفاظ