إعدادات العرض
(لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي،…
(لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي، موږ پرې د الله تعالی د کتاب حکم جاري کوو)
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کله أسلمي سنګسار کړ ودرېد او ویې فرمایل: (لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي، موږ پرې د الله تعالی د کتاب حکم جاري کوو).
[صحيح] [بيهقي روايت کړی دی - حاکم روایت کړی دی]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Русский हिन्दी 中文 ئۇيغۇرچە Bahasa Indonesia اردو Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română Moore ไทย Português Tagalog मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ বাংলাالشرح
ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماعز بن مالک الأسلمي رضي الله عنه له سنګسارولو وروسته ودرېد، خلکو ته یې خطبه ورکړه او ویې فرمایل: لدې او هرې پلیتې ګناه چې الله تعالی ترې منع فرمایلې ده ځان وساتئ، او له چا چې کومه ګناه وشوه، یا یو څه پکې ښکېل شو نو دوه کارونه پرې واجب دي: لومړی: چې د ځان پرده وکړي، ځکه الله تعالی یې پرده وکړه، او هېڅوک دې په خپله ګناه نه خبروي. دویم: الله تعالی ته دې په توبې وېستلو بیړه وکړي او په ګناه دې اصرار نه کوي، او موږ ته چې د چا ګناه ښکاره شوه، موږ پرې حد جاري کوو، کوم چې د الله په کتاب کې د نوموړي ګناه لپاره ذکر شوی دی.فوائد الحديث
د ګناهګار بنده هڅول چې خپله ګناه پټه کړي او د ځان او خپل رب ترمنځ توبه وباسي.
حدود چې کله چارواکو ته ورسېږي، بیا نو باید خامخا حد جاري شي.
له ګناهونو څخه د ځان ساتنې او ترې د توبې کولو واجب والی.
التصنيفات
توبه