باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه‌مو خوښېږي، دا دعا ووایئ:…

باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه‌مو خوښېږي، دا دعا ووایئ: اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ». "اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی

له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه‌مو خوښېږي، دا دعا ووایئ: اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ». "اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی".

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم د باد له ښکنځلو یا پرې لعنت ویلو څخه منع کړې ده، ځکه هغه ته د خپل خالق له لوري سپارښتنه شوې ده؛ کله د رحمت لپاره راځي، او کله د عذاب لپاره، نو ښکنځل یې د خالق - تعالی - شکنځل او د هغه د تقدیر او فیصلې پر ضد ناخوښي ده. بیا نبي صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې انسان باید الله تعالی ته رجوع وکړي، له هغه څخه د دې باد خېر وغواړي، او هغه خېر ترې هم وغواړي چې پدې باد کې دی، او د هغه څه خېر هم چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: باران ورول، (د بوټو تر منځ القاح) او نور داسې نورې ګټې. همداراز له الله تعالی څخه د دې له شر نه پناه غوښتل او د هغه څه له شر نه چې پکې دی، او د هغه څه له شر نه چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: د نباتاتو، ونو، مالدارۍ له منځه تلل، د ودانیو ړنګېدل، او داسې نور زیانونه، او په دې کې الله تعالی ته د بندګۍ د حقیقت څرګندېدل دي..

فوائد الحديث

د باد له ښکنځلو څخه منع شوې ده، ځکه چې باد یو مخلوق او د الله له لوري اداره کېدونکی (مدبَّر) شی دی، نو د هغې ښکنځل اصل کې د هغې خالق او مدبِّر ـ یعنې الله ـ ته ورګرځي، او دا کار په توحید کې (د انسان نېمګړتیا په ګوته) کوي.

الله تعالی ته رجوع کول، او د هغه د مخلوقاتو له شر نه هغه ته پناه وړل.

باد ته په خېر او یا شر رسولو امر شوی وي.

ابن باز رحمه الله ویلي: د باد ښکنځل له ګناهونو څخه شمېرل کېږي، ځکه دا یو مخلوق دی چې الله تعالی یې اداره کوي او د خېر او یا شر لپاره لیږل کیږي.

نو ښکنځل یې روا نه دي چې وویل شي: "پر باد دې د الله لعنت وي"، یا "الله دې دا باد ورک کړي"، یا "الله دې بې برکته کړي" او داسې نور عبارتونه،

بلکې مؤمن باید هماغسې وکړي چې نبي صلی الله علیه وسلم یې لارښوونه کړې ده.

د باد پر حکم د تودوخې، یخنۍ، لمر، دوړو او نورو هغو شیانو ښکنځل او سپکولو قیاس کیږي چې د الله مخلوق دي او د هغه له لوري اداره کېږي، نو دا ټول شیان باید ونه ښکنځل شي، ځکه د الله تعالی مخلوقات دي او د هغه تصرفات دي او پرې بد ویل یې د توحید خلاف عمل ګڼل کېږي.

التصنيفات

د ناڅاپه چارو د رامنځته کیدو اذکار