إعدادات العرض
د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې بیرته راشي…
د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې بیرته راشي چې بښنه ورته شوي وي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې بیرته راشي چې بښنه ورته شوي وي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ډوله خلکو ته بد دعایي وکړه چې پوزه دې یې په خاورو ککړه شي یعنې په ذلت، سپکوالي او تاوان کولو سره. لومړی ډول: هغه څوک چې پر وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه وشي خو هغه پرې درود و نه وايي، یعنې: «صلى الله عليه وسلم» یا ورته نورو الفاظو سره. په چا چې د روژې میاشت راشي او مخکې لدې چې بخښنه ورته وشي میاشت ترې لاړه شي، یعنې په عبادت کې د نېمګړتیاوو له امله. درېیم: هغه سړی چې مور او پلار یې د زړښت پر مهال ژوندي وو، خو د ده د نافرمانۍ او په حق کې یې د کوتاهۍ له امله هغوی دواړه دده لپاره جنت ته د داخلېدو سبب ونه ګرځېدل.فوائد الحديث
السندي ويلي: پایله دا چې هر یو له دې کسانو داسې یو فرصت درلوده چې که کوتاهي یې نه وای کړې، نو ډېر خېر به یې تر لاسه کړی و، خو چې کوتاهي یې وکړه او فرصت یې له لاسه ورکړ، نو ناکام او زیانمن شو.
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم یادېږي، نو پر هغه درود ویلو ته هڅول.
په رمضان میاشت کې د عبادت لپاره جدي هڅه کول او ورته په ملا تړلو ټینګار.
د والدینو په حق کې سخت کوښښ کول، هغوی ته درناوی کول، په ځانګړې توګه د هغوی د زړښت پرمهال.
التصنيفات
د ناڅاپه چارو د رامنځته کیدو اذکار