مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ…

مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يُؤْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ». «هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره

له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يُؤْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ». «هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هیڅ داسې مسلمان نشته چې د فرض لمانځه وخت پرې داخل شي او په ښه توګه اودس وکړي او بشپړ یې کړي، بیا په عاجزۍ سره داسې لمونځ وکړي چې زړه او اندامونه یې ټول الله ته متوجې وي او د هغه عظمت یې په زړه کې حاضر کړی وي او د لمانځه کړنې لکه: رکوع، سجده او داسې نور بشپړ کړي، مګر دا چې دا لمونځ به یې د مخکنیو وړو ګناهونو لپاره کفاره وګرځي، تر دې چې لویه ګناه ونه کړي او دا فضیلت د تل لپاره په هر وخت او هر لمانځه کې دی.

فوائد الحديث

هغه لمونځ د ګناهونو لپاره کفاره ده چې بنده ورته په ښه ډول اودس کړی وي، په عاجزۍ سره یې ادا کړي او موخه یې یوازې د الله جل جلاله رضا وي.

په عباداتو کې د استقامت فضیلت او دا چې دا د کوچنیو ګناهونو د بخښنې لامل دي.

د ښایسته اودس او لمانځه فضیلت او دا چې خشوع پکې وشي.

د کوچنيو ګناهونو د بخښلو لپاره له لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو اهمیت.

لوی ګناهونه یوازې په توبه بخښل کیږي.

التصنيفات

د لمانځه فضیلت