?ما مِنْ أيَّامٍ العمَلُ الصَّالِحُ فيها أحبُّ إلى اللهِ مِن هذه الأيام» يعني أيامَ العشر

?ما مِنْ أيَّامٍ العمَلُ الصَّالِحُ فيها أحبُّ إلى اللهِ مِن هذه الأيام» يعني أيامَ العشر

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ما مِنْ أيَّامٍ العمَلُ الصَّالِحُ فيها أحبُّ إلى اللهِ مِن هذه الأيام» يعني أيامَ العشر، قالوا: يا رسُولَ الله، ولا الجهادُ في سبيلِ الله؟ قال: «ولا الجهادُ في سبيلِ الله، إلا رجلٌ خَرَجَ بنفسِه ومالِه فلم يَرْجِعْ من ذلك بشيءٍ». «هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې،، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه؟ هغه وفرمايل: او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه، مګر هغه سړى چې له خپل ځان او مال سره وتلى وي او له هغې څخه هېڅ شی بیرته رانه وړي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د ذوالحجې په لومړیو لسو ورځو کې نیک اعمال د کال له نورو ټولو ورځو څخه غوره دي. صحابه کرامو رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې لسو ورځو پرته په نورو ورځو کې د جهاد په اړه پوښتنه وکړه، چې آیا جهاد غوره دی که نه؛ پدې لسو ورځو کې نور نېک عملونه غوره دي؟ ځکه هغوی باوري وو چې جهاد تر ټولو غوره عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: پدې ورځو کې نېک عمل په نورو وختونو کې له جهاد څخه غوره دی، پرته له هغه مجاهد څخه چې ځان او مال د الله جل جلاله په لاره کې په خطر کې واچوي ، نو مال له لاسه ورکړي او ساه یې هم د الله جل جلاله په لاره کې وخیږي. نو دا هغه څه دي چې پدې مبارکو ورځو کې له نېک عمل څخه غوره دي.

فوائد الحديث

د ذې الحجې په (لومړۍ) لسیزه کې د نېک عمل فضیلت؛ مسلمان ته په کار دي چې دا ورځې د عبادت لپاره غنمیت وګڼي، لکه د الله جل جلاله ذکر، د قرآن کریم تلاوت، تکبیر (الله اکبر) وییل، تهلیل (لا اله الا الله) وییل، لمونځ، صدقه، روژه، او ټول د نیکۍ کارونه کول.

التصنيفات

د ذي الحجې (لومړۍ) لسیزه, د ذي الحجې (لومړۍ) لسیزه, د جهاد فضیلت, د جهاد فضیلت