إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې…
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.
[صحيح] [ابوداود روايت کړی دی]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Kurdî Moore Soomaali Wolof Français Azərbaycan Oromoo Tagalog Українська தமிழ் Deutsch bm ქართული Português Македонски Magyar Русский 中文 فارسی ភាសាខ្មែរ Malagasyالشرح
ابن عباس رضي الله عنهما بیانوي چې د قرآن کریم سورتونه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلېدل خو هغه به د دوو سورتونو په جلاوالي نه پوهېده چې لومړی سورت په کوم ځای پای ته ورسوي، تر دې چې "بسم الله الرحمن الرحيم"، به پرې نازله شوه، نو پوه به شو چې مخکینی سورت پای ته ورسېده، او دا د نوي سورت پیل دی.فوائد الحديث
په بسمله -بسم الله- سره سورتونه یو له بل څخه جلا کیږي، پرته له الأنفال او التوبه سورتونو څخه.