إعدادات العرض
حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ».…
حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ». «دا په هر مسلمان حق دی چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، چې په هغه کې خپل سر او خپل ځان ووینځي
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ». «دا په هر مسلمان حق دی چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، چې په هغه کې خپل سر او خپل ځان ووینځي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം Bosanski Italiano ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Tagalog Moore Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: د طهارت او پاکوالي په موخه په هر عاقل او بالغ مسلمان دا حق دی چې د اونۍ په هرو اوو ورځو کې یوه ورځ غسل وکړي؛ خپل سر او بدن ووینځي، او د دې کار لپاره تر ټولو غوره ورځ د جمعې ورځ ده لکه څرنګه چې له ځینو روایاتو څخه همداسې انګېرل کیږي او د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه څخه مخکې غسل کول تاکیدي مستحب عمل دی، اګر که د پنجشنبې په ورځ یې غسل هم کړی وي مثلا، او دا چې دا عمل واجب ندی دلیل یې د عائشې رضي الله عنها وینا ده چې فرمایي: هغه مهال خلک کاریګر و ، نو کله به چې د جمعې لمانځه ته لاړل نو همغه د کار په بڼه به لاړل: نو ورته وویل شو: "که غسل مو کړی وای "، بخاري روایت کړی، یعنې د خولو او داسې نور بویونه به ترې تلل، خو لدې سره یې بیا هم ورته وویل: "که غسل مو کړی وای" نو له دوی پرته په نورو خلکو خو په طریقه اولی سره واجب ندی.فوائد الحديث
پاکوالی او طهارت مراعتولو ته د اسلام پاملرنه.
د جمعې د لمانځه لپاره غسل کول تاکیدي مستحب عمل دی.
له سر څخه یادونه د سر د اهمیت په خاطر شوې ده، کنه نو بدن سر ته هم شاملیږي.
په هغه چا باندې غسل واجب دی چې بوی ترې ځي او له امله یې خلک ازاریږي.
هغه ورځ چې په غسل کولو پکې ټینګار شوی د جمعې ورځ ده، د فضیلت له امله یې.
التصنيفات
غسل