إعدادات العرض
زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم
زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم
له قیس به عاصم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.
[صحيح]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം తెలుగు Bosanski ಕನ್ನಡ Kurdî Română Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Tagalog Moore தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyar Português Deutsch Русский Македонски bm Malagasy Oromoo ភាសាខ្មែរالشرح
قیس بن عاصم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پداسې حال کې راغی چې غوښتل یې اسلام راوړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې په اوبو او د بېرې په پاڼو سره غسل وکړي؛ ځکه چې پاڼې یې په پاکوالي کې کارول کیږي، او لدې امله چې ښایسته بوی لري.فوائد الحديث
په اسلام کې د داخلېدو پر مهال د کافر لپاره د غسل کولو جواز.
د اسلام عزت او د روح او بدن دواړو -پاکوالي - ته یې پاملرنه.
له اوبو سره د پاکو شیانو ګډول یې نه ناپاکه کوي.
د بېرې پر ځای اوسني پاکوونکي توکي کارول کیږي، لکه صابون او داسې نور.
التصنيفات
غسل واجبوونکي څیزونه