إعدادات العرض
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "ای کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه…
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "ای کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "ای کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Bahasa Indonesia Nederlands Kiswahili English Hausa ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română Русский Português ไทย Bosanski తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Українська Tagalog ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
نبي ﷺ مسلمان ته دا خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې «ای کافره!» نه وايي، ځکه د کفر دا خبره به د دوی له یو سره تړلې وي؛ که مخاطب رښتیا کافر وي، نو خبره پرې صدق کوي او که نه وي نو د خپل ورور تکفیرول به بېرته پر ویونکي ورګرځي.فوائد الحديث
دا حدیث مسلمان ته خبرداری ورکوي چې خپل مسلمان ورور په داسې صفت سره یاد نه کړي چې په هغه کې نه وي لکه فسق یا کفر.
له دې ناوړه وینا څخه ویرول او دا چې ویونکی یې په لوی خطر کې دی، کله چې خپل (مسلمان) ورور ته ووایي، نو په کار ده چې د ژبې ساتنه وشي او دا چې باید یوازې د علم او بصیرت پر بنسټ خبرې وشي.