إعدادات العرض
بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو…
بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ
د ابو ثعلبه الخُشني جُرثوم بن ناشر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبر راکوي چې الله جل جلاله ځینې شيان واجب کړي او فرضونه یې ټاکلي، نو تاسو پرې پابندي وکړئ او په پرېښودلو یا بېپروايۍ سره پکې ناغیړي مه کوئ، الله تاسو ته ځینې حدونه ټاکلي او ګواښنې یې درته کړي چې له ناسمو او هغو کړنو مو منع کړي چې هغه یې نه خوښوي، نو په هغه څه کې زیاتوالی مه کوئ چې شریعت پرې امر کړی وي، او ځینې شیان یې حرام کړي نو مه یې کوئ او مه ورته نږدې کيږئ، او له دې پرته یې نور پریښې او پر بندګانو د مهربانۍ له مخې ترې چپ پاتې شوی، نو هغه په خپل اصل یعنې رواوالي سره پاتې دي، نو په اړه یې نورې پلټنې مه کوئ.فوائد الحديث
حدیث پر دې دلیل دی چې قانون جوړوونکی (شریعت ټاکونکی) یوازې الله دی، او ټول حکم د هغه سپېڅلي ذات په لاس کې دی.
په حدیث کې د حکم او اباحت له مخې شرعي قواعد رانغاړل شوي دي؛ ځکه شرعي حکم (څو حالتونه لري چې) يا خو یې په اړه صراحت نه وي شوی چې (مسکوت عنه) ورته وایي او يا یې په اړه څرګند حکم بيان شوی وي، نو لدې امله شرعي احکام په لاندې ډول دي: هغه چې امر پرې امر شوی وي: يا په وجوب (حتمي تر سره کولو) او يا په ندب (ترغيب) سره، یا دا چې منع ترې راغلي وي په تحریم او یا کراهت سره او یا دا چې مباح یعنې روا وي.
هغه چې الله تعالی یې په اړه څه نه دي ویلي؛ فرض کړی یې نه دی، حد یې پرې نه دی ټاکلی او نه یې منع کړی نو دا حلال دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زړه پورې تشریح چې په حدیث کې یې (حکمونه) واضح او ښکاره تقسیم کړي دي.
د الله تعالی په فرایضو پابندي واجب ده.
د الله تعالی په پولو (حدودو) تېری کول حرام دي.
التصنيفات
حدود