إعدادات العرض
تر هغه پورې صبر وکړه لکه څومره یې چې حېض کې کوې، بیا غسل وکړه
تر هغه پورې صبر وکړه لکه څومره یې چې حېض کې کوې، بیا غسل وکړه
له أم المؤمنین عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ام حبیبة بنت جحش چې د عبد الرحمن بن عوف مېرمن وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له وینې شکایت وکړ، نو هغه ورته وفرمایل: «امْكُثِي قَدْرَ مَا كَانَتْ تَحْبِسُكِ حَيْضَتُكِ، ثُمَّ اغْتَسِلِي» «تر هغه پورې صبر وکړه لکه څومره یې چې حېض کې کوې، بیا غسل وکړه». نو هغې به د هر لمانځه لپاره غسل کاوه.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া دری Malagasy or Čeština नेपाली Oromoo Română Nederlands Soomaali Кыргызча తెలుగు ไทย Српски മലയാളം Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Lietuvių Wolof Magyar ქართული Moore Українськаالشرح
د صحابه وو یوې مېرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وینې د پرلپسې له راتلو څخه شکایت وکړ، نو امر يې ورته وکړ چې په دومره اندازه لمونځ پرېږدي لکه څومره به یې چې د حېض لپاره پرېښوده، مخکې لدې چې دا بیړنی حالت پرې راشي، بیا به غسل کوي او لمونځ به کوي، نو هغې به په خپله خوښه د هر لمانځه لپاره اودس کاوه.فوائد الحديث
استحاضه هغه وینه ده چې پر ښځه د حېض له معمولو وروځو وروسته هم وینه جاري راځي.
استحاضه لرونکې ښځه د حیض په ورځو کې په حیض کې ده، مخکی له دې چی په استحاضه اخته شي.
کله چې د هغې د اصلي عادت څو ورځې تېرې شوې وي، نو له حیض څخه پاکه ګڼل کیږي - که څه هم د هغې سره یې استحاضه وینه درلوده - نو له حیض وروسته به غسل کوي.
په استحاضه لرونکې ښځې د هر لمانځه لپاره غسل واجب نه دی. او د (ام حبیبة بنت جحش رضي الله عنها د هر لمانځه لپاره) غسل کول د هغې اجتهاد و، ځکه که فرض وای نو خامخا به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) بيان کړى و.
پر مستحاضې د هر لمانځه لپاره اودس کول لازم دي؛ځکه مریضتیا یې جاري ده او نه پرې کیږي او دا حکم د هر هغه چا لپاره دی چې جاري ناروغي ولري لکه سلس البول( د میتیازو د څاڅکې وتل) او یا په جاري توګه باد وتل.
د دیني چارو په ستونزمنو مسألو کې له علماوو څخه پوښتنه کول، لکه څنګه چې دې ښځې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له زیاتې وینې شکايت وکړ .
التصنيفات
حیض، نفاس او استحاضه