«أَمَا إِنِّي لَمْ أَسْتَحْلِفْكُمْ تُهْمَةً لَكُمْ، وَلَكِنَّهُ أَتَانِي جِبْرِيلُ فَأَخْبَرَنِي أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبَاهِي بِكُمُ الْمَلَائِكَةَ».…

«أَمَا إِنِّي لَمْ أَسْتَحْلِفْكُمْ تُهْمَةً لَكُمْ، وَلَكِنَّهُ أَتَانِي جِبْرِيلُ فَأَخْبَرَنِي أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبَاهِي بِكُمُ الْمَلَائِكَةَ». «ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: معاویه جومات ته په داسې حال کې راووت چې یوې ډلې کړۍ جوړه کړې وه، نو ویې ویل: د څه لپاره ناست یاست؟ هغوی وویل: موږ ناست یو، الله یادوو، هغه وویل: ستاسو دې په الله قسم وي چې لدې پرته بل کار نه یئ کېنولي؟ هغوی وویل: قسم په الله چې لدې پرته بل کار نه یو کینولي، ویې ویل: ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو کې د حدیثونو په روایت کې زما څخه لږ روایت کوونکی بل څوک نه و سره لدې چې زه ورته نږدې وم: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د أصحابو په یو ټولي راووت چې حلقه یې جوړه کړې وه نو ویې ویل: «مَا أَجْلَسَكُمْ؟»، څه شي کېنولي یاست؟ هغوی وویل: ناست یو الله یادوو او ستاینه یې کوو، د هغه څه له امله چې موږ ته یې د اسلام لور ته هدایت کړی او پر موږ یې لورینه کړې ده، هغه وویل: «آللَّهِ مَا أَجْلَسَكُمْ إِلَّا ذَاكَ؟»، ستاسو دې په الله قسم وي چې یوازې همدې کار کېنولي یاست، هغوی وویل: قسم په الله چې بل څه نه یو کینولي پرته له همدې خبرې، نو هغه وفرمایل: «أَمَا إِنِّي لَمْ أَسْتَحْلِفْكُمْ تُهْمَةً لَكُمْ، وَلَكِنَّهُ أَتَانِي جِبْرِيلُ فَأَخْبَرَنِي أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبَاهِي بِكُمُ الْمَلَائِكَةَ». «ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

معاويه بن ابي سفيان رضي الله عنه په جومات کې یوې حلقې ته راووت، نو له هغوی نه یې پوښته وکړه چې د کوم کار لپاره سره راټول شوي دي، هغوی وویل: الله یادوو، نو هغه رضي الله عنه قسم ورکړ چې له ناستې او راټولېدو څخه یې موخه یوازې د الله یادول دي، نو هغوی ورته قسم وکړ، بیا یې ورته وویل: ما تاسو ته د دې لپاره قسم درنکړ چې زه پر تاسې تور پورې کوم او ستاسو په ریښتینولۍ کې شک کوم، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د خپل مقام یادونه وکړه او دا چې لده نه ورته بل څوک نږدې نه و؛ ځکه چې خور یې ام حبیبة د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، او ځکه چې د وحي لیکونکی و، خو سره لدې یې بیا هم د حدیثونو روایت کم دی. نو ورته یې وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له خپل کور څخه راووت، ویې لیدل چې دوی په جومات کې ناست دي الله یادوي او ستاینه یې کوي چې دوی ته یې د اسلام لورې ته هدایت کړی او دا لورینه یې پرې کړې ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه او قسم یې ورکړ لکه څنګه چې معاویه د خپلو ملګرو سره وکړل، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د پوښتنې کولو او قسم ورکولو لامل بیان کړ چې: هغه ته جبریل علیه السلام راغی او خبر یې ورکړ چې الله تعالی پر دوی د خپلو پريښتو په وړاندې فخر کوي، او هغوی ته ستاسو فضیلت بیانوي او ستاسو ښه عمل ورښیي او د هغوی په وړاندې ستاسو ستاینه کوي.

فوائد الحديث

د معاویه رضي الله عنه فضیلت او د علم په رسولو کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ ټینګار کول.

د خبر د اهمیت د روښانولو لپاره له تور پرته قسم ورکول روا دي.

د ذکر او علم د مجلسونو فضیلت او دا چې الله تعالی یې خوښوي او د ملایکو په وړاندې پرې فخر کوي.

التصنيفات

د علم فضیلت, د ذکر فضیلت