?إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ

?إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ، وَإِذَا دَخَلَ، فَلَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ، وَإِذَا لَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ وَالْعَشَاءَ». "کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته د ننوتلو او له ډوډۍ خوړلو مخکې د الله جل جلاله په یادولو امر کړی او که کور ته د ننوتو او د خوراک پیلولو په وخت کې یې د الله نوم یاد کړ او (بسم الله) یې وویله: نو شیطان خپلو مرستیالانو ته وایي: تاسو په دې کور کې د شپې تېرولو یا ډوډۍ خوړلو برخه نه لرئ؛ ځکه چې خاوند یې د الله جل جلاله په یادولو سره له تاسو څخه ځان وساته. خو که یو سړی خپل کور ته ننوځي او د ننوتلو یا خوراک کولو په وخت کې الله یاد نه کړي، نو شیطان خپلو مرستندویانو ته ووايي چې د شپې ځای او ډوډۍ مو پدې کور کې ده.

فوائد الحديث

کور ته د ننوتلو او د خوراک پر مهال د الله جل جلاله یادول مستحب دي، ځکه چې شیطان په کورونو کې شپې تیروي او د کور د خلکو له خوړو څخه هغه مهال خوراک کوي چې الله جل جلاله یاد نه کړي.

شیطان بني آدم په کار، چال چلند او ټولو چارو کې څاري، نو کله چې د الله جل جلاله له یاد څخه غفلت وکړي، هغه څه ترې ترلاسه کوي چې هغه یې ترې غواړي.

د الله جل جلاله یادول شیطان شړي.

هر شیطان پیروان او دوستان لري چې په ​​​​ویناوو یې خوشحالیږي او له امر څخه یې پيروي کوي.

التصنيفات

د ذکر په اړه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه, د الله تعالی د یادولو ګټې, کور ته د ننوتلو او له کور څخه د راوتلودعاګانې