کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله

کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به زیاتره مسواک واهه او امر به یې پرې کاوه، او په ځینو وختونو کې به یې پرې تاکید کاوه لکه: د شپې تهجدو ته پاڅېدل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به مسواک واهه او خپله خوله به یې پاکوله.

فوائد الحديث

د شپې له خوبه وروسته په مسواک وهلو ټېنګار، ځکه چې د شپې له خوب سره د خولې بوی بدلیږي او مسواک د پاکولو وسیله ده.

د مخکنۍ معنا پر بنا هر ځل د خولې د بدبویۍ پر مهال د مسواک پر وهلو ټینګار.

په ټولیزه توګه د پاکوالي مشروعیت، او دا چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو یوه برخه او یو عالي ادب دی.

مسواک وهل ټولې خولې ته شاملیږي لکه: غاښونه، ورۍ او ژبه.

مسواک د اراک یا بلې ونې څخه پرې شوی لرګی دی چې د خولې او غاښونو د پاکولو، د خولې تازه کولو او بد بویۍ د لرې کولو لپاره کارول کیږي.

التصنيفات

فطرتي سنتونه, په پاکوالي کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه