لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ، وَلَا يَتَمَسَّحْ مِنَ الْخَلَاءِ بِيَمِينِهِ، وَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ».…

لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ، وَلَا يَتَمَسَّحْ مِنَ الْخَلَاءِ بِيَمِينِهِ، وَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ». «په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي

له ابو قتادة-رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ، وَلَا يَتَمَسَّحْ مِنَ الْخَلَاءِ بِيَمِينِهِ، وَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ». «په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې آداب بیان کړل: چې یو سړی دې د تشو متیازو کولو پر مهال خپله تناسلې آله په ښي لاس کې نه نیسي، او نه دې په ښي لاس د تناسلي آلې يا مقعد څخه نجاست لرې کوي، ځکه چې ښي لاس د نیکو کارونو لپاره چمتو شوی دی، همدارنګه یې لدې څخه منع فرمایلې ده چې د څښاک په لوښي کې د څښلو پر مهال ساه واخیستل شي.

فوائد الحديث

په آدابو او پاکوالي کې د اسلام لومړیتوب.

د ناپاکو څیزونو څخه ډډه کول، که اړ و چې باید دا کار وکړي، نو په چپ لاس دې وکړي.

پر چپ لاس د ښي لاس د عزت او فضیلت بیانول.

د اسلامي شريعت بشپړتیا او د هغه د تعليماتو هر اړخیزوالی.

التصنيفات

د خوراک او څښاک ادبونه, د حاجت رفع کولو اداب