?أَمَا يَخْشَى أَحَدُكُمْ - أَوْ: لاَ يَخْشَى أَحَدُكُمْ - إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ قَبْلَ الإِمَامِ، أَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ رَأْسَهُ رَأْسَ حِمَارٍ، أَوْ يَجْعَلَ…

?أَمَا يَخْشَى أَحَدُكُمْ - أَوْ: لاَ يَخْشَى أَحَدُكُمْ - إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ قَبْلَ الإِمَامِ، أَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ رَأْسَهُ رَأْسَ حِمَارٍ، أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ صُورَتَهُ صُورَةَ حِمَارٍ». «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَمَا يَخْشَى أَحَدُكُمْ - أَوْ: لاَ يَخْشَى أَحَدُكُمْ - إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ قَبْلَ الإِمَامِ، أَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ رَأْسَهُ رَأْسَ حِمَارٍ، أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ صُورَتَهُ صُورَةَ حِمَارٍ». «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره سخت ګواښ بیانوي چې له خپل امام څخه مخکې سر راپورته کوي، چې الله تعالی به یې سر د خره سر وګرځوي او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي.

فوائد الحديث

مقتدي له امام سره څلور حالتونه لري: درې هغه دي چې منع ترې شوې ده چې هغه: مخکې کېدل، برابر حرکت کول، او وروسته ترې پاتې کېدل دي، او د مقتدي لپاره روا حالت د امام متابعت کول دي.

په لمانځه کې پر مقتدي د امام متابعت واجب دی.

د هغه چا د څېرې بدلولو ګواښ چې له امام څخه مخکې سر پورته کوي چې سر به یې د خره شي او دا کار شونی دی او دا یو ډول مسخه ده.

التصنيفات

د امام او مقتدي احکام, د امام او مقتدي احکام