لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ».…

لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ». «هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ». «هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه خوراک په شتون کې له لمانځه څخه منعه کړې چې د عبادت کوونکي اشتها ورته راځي او زړه یې ورسره تړلی وي. همدا رنګه یې هغه مهال له لمانځه څخه منع فرمایلي ده چې اودس ماتی ورټینګ وي - تشې او یا ډکې متیازې ورځي - ځکه چې د دې دواړو ایسارول یې مشغولوي.

فوائد الحديث

لمونځ کوونکي ته په کار دي چې په لمانځه له پیلولو مخکې هر هغه شی له مخې لرې کړي چې مشغولوي یې.

التصنيفات

د لمونځ کوونکو تېروتنې