?إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخْطُبُ، فَقَدْ لَغَوْتَ».…

?إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخْطُبُ، فَقَدْ لَغَوْتَ». «که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخْطُبُ، فَقَدْ لَغَوْتَ». «که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د جمعې په خطبه کې د ګډون کوونکو لپاره له فرضي آدابو څخه: د خطبې اورېدل دي؛ تر څو په نصیحتونو کې غور وکړي، او دا چې چا خبرې وکړې - که څه هم لږې وي - پداسې حال کې چې امام خطبه وایي، او بل چا ته ووایي چې : "چپ شه" او یا "غوږ شه" نو د جمعې د لمانځه فضیلت یې له لاسه ورکړ.

فوائد الحديث

د خطبې اورېدلو پر مهال د خبرو حراموالی، که څه هم له منکر څخه منع کول، سلام ته ځواب وییل او یا هم پرنجي کوونکي ته ځواب ورکول وي.

لدې هغه څوک مستثنا دی چې امام سره خبرې وکړي او یا امام ورسره خبرې وکړي.

د ضرورت پر مهال د دو خطبو تر منځ خبرې کول روا دي.

کله چې امام خطبه وایي او د نبی علیه السلام د نوم یادونه وشي نو په پټه به پرې درود وایې، او همدا رنګه د دعا پر مهال امین وییل.

التصنيفات

د جمعې لمونځ, د جمعې لمونځ