بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ،

بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ،

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا». «په نیکو عملونو کې بیړه وکړئ - مخکې له دې چې - لکه د تورې شپې د یوې برخې په څېر فتنې مو لاندې کړي - چې یو سړی به سهار مهال مؤمن او ماښام کافر وي، او یا به ماښام مهال مؤمن او سهار کافر وي، هغه به خپل دین د دنیا د ګټې په بدل کې پلوري».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم مؤمن هڅوي چې په نېكو كارونو كې بيړه وكړي، مخكې له دې چې ناشوني شي او د فتنو او شبهو په راتګ سره ترې بوخت شي؛ چې هغه یې د نېکو عملونو څخه منع کوي، دا فتنې به د شپې د تپې تیارې په څېر وي؛ چې حق به پکې له باطل سره ګډ شوی وي، د خلکو لپاره به د دوی ترمنځه توپیر ستونزمن وي، نو ځکه یې د شدت له امله انسان بد حواسه كيږي، تر دې چې یو سړی به ماښام مومن وي او بېګا کافر، او بېګا به مؤمن وي او سهار کافر، خپل دین به د دنیا د له منځه تلونکي خوند لپاره پرېږدي.

فوائد الحديث

پر دین منګولې لګول او په نېکو عملونو بیړه کول مخکې لدې چې پر وړاندې یې خنډونه پيدا شي.

په آخره زمانه کې د ګمراه کوونکو فتنو پرله پسې راتلو ته اشاره، او دا چې کله یوه فتنه له منځه لاړه شي، بله فتنه ورپسې راځي.

کله چې د يو چا دين کمزوری شي او د دنيوي معاملاتو لکه پيسو او نورو شيانو په بدل کې ترې تېر شي، نو دا د ده د انحراف، دين پرېښودلو او فتنو سره د ملتیا لامل کېږي.

په حدیث کې دلیل دی چې نېک عملونه له فتنو څخه د خلاصون سبب ګرځي.

فتنې دوه ډوله دي: د شبهو فتنې چې علاج یې زده کړه ده، او د شهوتونو فتنې چې علاج یې ایمان او صبر دی.

په حدیث کې دې ته اشاره ده چې د چا عمل لږ وي نو فتنه ورته زر رسیږي او د چا عمل چې ډېر وي نو خپل عمل ته دې نه مغروره کیږي بلکې نور دې هم زیات کړي.

التصنيفات

د ایمان څانګې