إعدادات العرض
الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ».…
الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ». «فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل
له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ». «فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands සිංහල தமிழ் ไทย دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली Malagasy Italiano or ಕನ್ನಡ Oromoo Română Soomaali Српски Wolof Українська Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین پنځه ځانګړنې او د پيغمبرانو سنتونه (طریقې) بیان کړي دي: د نر د تناسلي آلې د پاسه د اضافي پوستکي پرې کول، او د ښځینه و لپاره د شرمګاه د پوستکي د سر پرې کول چې د دخول د ځای د پاسه دی. او دویم یې: د نوم د لاندې برخې د وېښتانو لرې کول دي، کوم چې د مخکنۍ شرمګاه شاوخواشاته دي. او دریم یې : د برېتونو لنډول دي، چې نارینه د پاسنۍ شونډې د پاسه د وېښتانو له لرې کولو څخه عبارت دی، تر څو شونډه ښکاره شي. څلورم یې د نوکانو لنډول دي. او پنځم یې: د تخرګ د وېښتانو وېستل دي.فوائد الحديث
د پيغمبرانو خویونه - چې الله جل جلاله یې خوښوي، پرې خوشحالیږي او امر پرې کوي - د بشپړتیا، پاکوالي او ښکلا لوري ته بلنه ورکوي.
د دې شیانو پر ځان د لازمولو مشروعیت، او غفلت ترې نه کول.
دا خویونه دیني او دنیوي ګټې لري چې له جملې څخه یې: ظاهري ښکلا، د بدن پاکوالی، د پاکوالي لپاره احتياط، له کفارو سره مخالفت او د الله تعالی د حکم اطاعت.
په نورو حدیثونو کې لدې پنځو څخه ډېر د فطرت خویونه ښودل شوي دي، لکه: ږیره پرېښودل، مسواک وهل او داسې نور.
التصنيفات
فطرتي سنتونه