إعدادات العرض
لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا…
لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ». «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ». «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Tiếng Việt ไทย অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Malagasy Kinyarwanda తెలుగు Lietuvių Oromoo Română മലയാളം Nederlands Soomaali Српски Українська Deutsch ಕನ್ನಡ Wolof Moore Shqip ქართული Azərbaycan Magyar বাংলা Македонски தமிழ் မြန်မာالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې جنت ته به يوازې مؤمنان داخليږي، او ايمان نه بشپړيږي او د اسلامي ټولنې حالت تر هغې نه سمېږي تر څو په خپلو کې له يو بل سره مينه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کارونو ته لارښوونه وکړه چې له لارې یې مینه عامېږي، هغه د مسلمانانو ترمنځ د سلام اچولو خپرول دي، چې الله جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره ستړي مه شي ګرځولې ده.فوائد الحديث
جنت ته ننوتل یوازې د ایمان له لارې کیدی شي.
د ایمان له بشپړوالي څخه دا دي چې مسلمان باید د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د ځان لپاره خوښوي.
سلام خپرول او مسلمانانو ته یې وړاندې کول مستحب دی، ځکه چې په سلام سره د خلکو ترمنځ مینه او خوندیتوب خپریږي.
سلام یوازې پر مسلمان اچول کیږي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې فرمایي "بينكم". یعنې په خپلو منځونو کې.
په سلام اچولو سره پرېکون، د خپلمنځي اړیکو پرې کول او جنګونه له منځه ځي.
د مسلمانانو تر منځ د مینې او محبت ارزښت او دا د ایمان له بشپړتیا څخه دي.
په یو بل حدیث کې راځي چې د سلام بشپړ الفاظ داسې دي : "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، او دا بسنه کوي چې ووایي: "السلام عليكم".
التصنيفات
په اندامونو د عملونو فضیلت