کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا»، قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: «ثُمَّ بِرُّ الوَالِدَيْنِ» قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ:…

کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا»، قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: «ثُمَّ بِرُّ الوَالِدَيْنِ» قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: «الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا»، قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: «ثُمَّ بِرُّ الوَالِدَيْنِ» قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: «الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ» «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد» هغه وفرمایل: ماته یې د هغوی په اړه وویل، که ما ترې نور زیاتوالی غوښتی و، یعنې زیاتې پوښتنې مې ترې کړې وې نو خامخا به یې زیات معلومات راکړي وو.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: فرض لمونځ په خپل ټاکلي وخت چې شریعت ورته ټاکلی دی. بیا د مور او پلار سره ښېګڼه کول، چې له دواړو سره نیکي وشي، حقونه یې ادا شي، او نافرماني یې ونه شي. بیا د الله جل جلاله په لار کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو په موخه جهاد او د اسلام له دین څخه په ځان او مال سره دفاع کول او شعایر یې ښکاره کول دي. ابن مسعود رضي الله عنه وفرمایل: ماته یې پدې عملونو خبر راکړ؛ او که چېرته مې ورته ویلي و چې بیا کوم؟ نو خامخا به یې راته زیات کړي وو.

فوائد الحديث

د هغې اندازې له مخې چې الله جل جلاله یې خوښوي عملونه په خپلو کې یو پر بل غوره والی لري.

پر مسلمان ټینګار کول چې ښه او تر ټولو ښه عملونه تر سره کړي.

د ښه عمل په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوابونو توپېر، هغه به شخص او احوالو ته په لیدو ځواب ورکاوه، او دا چې کوم کار یې زیات ګټور دی.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه, د لمانځه فضیلت