إعدادات العرض
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر…
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ
له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ.
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Svenska ગુજરાતી Yorùbá Tiếng Việt অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Čeština Română Nederlands Soomaali తెలుగు മലയാളം Lietuvių Српски Kinyarwanda Shqip ಕನ್ನಡ Wolof Українська Moore ქართული Magyar Македонски Azərbaycan Malagasy Oromoo Deutsch ไทย मराठी ਪੰਜਾਬੀ አማርኛ O‘zbek Italiano ភាសាខ្មែរالشرح
صحابي جریر بن عبد الله رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پدې بیعت وکړ چې د الله جل جلاله یووالي به مني، له شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره به په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي، فرضي زکات به ورکوي چې له مالدارانو اخېستل کیږی او اړمنو غریباتو ته ورکول کیږی، او پدې چې د واکمنانو پیروۍ به کوي، هر مسلمان ته به نصیحت کوي، هغه ته به په خېر رسولو ټینګار کوي او په وینا او کړنو به ورڅخه شر دفع کوي.فوائد الحديث
د لمانځه او زکات اهمیت، او دا دواړه د اسلام له رکنونو څخه دي.
په مسلمانانو کې د خپلمنځي نصېحت ارزښت، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له صحابه کرامو سره بیعت کړی دی.
التصنيفات
د لمانځه فضیلت