له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې ونیسي

له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې ونیسي

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې ونیسي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان د رمضان د میاشتې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې له روژه نیولو منع کړي دي؛ په دې نیت چې د رمضان په خاطر له احتیاط نه کار واخلي، ځکه چې د رمضان د روژې فرضيت د میاشتې د ليدلو پورې تړلی دی، نو تکلف ته په کې اړتیا نشته، مګر هغه څوک چې له وړاندې یې روژې نیولې لکه هغه څوک چې یوه ورځ روژه او بله ورځ بوزه کېږي، یا دوشنبه او پنجشنبه روژې نیسي نو بیا دې روژه شي؛ د رمضان لپاره د استقبال په خاطر څه نشته، همدا حکم د نورو واجبو روژو هم دی لکه قضایي او د نذر روژې.

فوائد الحديث

له تکلف څخه ممانعت، او عبادت په هغه ډول ادا کول لکه څنګه چې روا شوی دی، پرته له کوم زیاتوالی او یا نېمګړتیا څخه.

په دې کې حکمت دا دی - و الله اعلم - چې د فرضي او نفلي عبادتونو تر منځ توپیر وشي، او د رمضان لپاره له پوره تکړه والی او لیوالتیا سره چمتووالی ونیول شي، او د دې لپاره چې روژه یوازې د همدې میاشتې لپاره ځانګړی شعار پاتې شي.

التصنيفات

د شک د ورځې روژه نیول