إعدادات العرض
واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي
واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي
له وائل الحضرمي څخه روايت دی وايي چې: سلمه بن يزيد الجعفي رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې وییل: اې د الله نبي، موږ ته خبر راکړه چې که چېرته پر موږ داسې حاکمان مقرر شي چې زموږ څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي خو موږ ته زموږ د حقونو له راکولو انکار کوي، نو ته موږ ته څه امر کوې؟ هغه ترې مخ واړاوه، بیا یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ترې مخ واړاوه، هغه ترې بیا په دویم او یا دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس راکش کړ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا، فَإِنَّمَا عَلَيْهِمْ مَا حُمِّلُوا، وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ» « واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português தமிழ் Nederlands অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી Oromoo አማርኛ Moore ไทย Română മലയാളം Deutsch नेपाली Кыргызчаالشرح
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو امراوو په اړه پوښتنه وشوه چې له خلکو څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي چې ترې واوري او پیروي یې وکړي، خو هغه حقونه چې پر دوی دي؛ هغه منع کوي؛ چې باید عدل وکړي، غنیمت ورکړي، مظلومانو ته یې حقونه وروګرځوي او عدالت برقرار کړي، نو موږ ته څه امر کوې چې څه ورسره وکړو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې مخ وګرځاوه؛ لکه چې دا پوښتنې یې بدې وګڼلې، خو پوښتونکي ترې په دویم او دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه دا پوښتونکی راکش کړ چې چوپ یې کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ او ویې فرمایل: د هغوی وینا ته غوږ ونیسئ او د امر اطاعت یې وکړئ؛ یقینا پر هغوی د هغه څه ځواب ویل دي چې هغوی ته ورترغاړې دي لکه عدل کول او رعیت ته خپل حق ورکول، او پر تاسو هغه څه دي چې در ترغاړي دي لکه له هغوی څخه پیروي کول، د حقونو ادا کول او پر ازمېښتونو صبر کول.فوائد الحديث
په هر حالت کې واکمنانو ته غوږ نیول او په هغه څه کې یې اطاعت کول چې الله تعالی پرې راضي کیږي، که څه هم هغوی د رعیت حقونه ادا نه کړي.
په دندو کې د واکمنانو غفلت دا نه توجیه کوي چې خلک په خپلو دندو کې غفلت وکړي؛ ځکه هر کس د خپلې دندې مسوولیت لري او په نیمګړتیا سره یې نیول کیږي.
دين په راکړه ورکړه نه؛ بلکې د حق ادا کولو ته په ژمنتیا ولاړ دی، که څه هم مقابل لوری د حق په ادا کولو کې پاتې راغلی وي، لکه څنګه چې په دې حديث کې راغلي دي.
التصنيفات
د امام حق په رعیت