رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟

له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر هغه څنګه درود ووایي؟ وروسته له دې چې په التحیات کې یې پرې سلام اچول زده کړي وو: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته..."؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د درود وییلو او معنی په اړه یې خبر ورکړ: "اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد" «اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه». یعنې: په لوړ مجلس کې یې په ښایسته وینا سره یاد کړه، او په دین کې د هغه د پیروانو او له خپلوانو څخه یې د مؤمنانو تر منځه. "كما صلَّيتَ على آل إبراهيم" "لکه څنګه دې چې د ​​​​ابراهيم پر کورنۍ درود ویلی دی" لکه څنګه چې تا د ابراهیم علیه السلام پر کورنۍ، یعنی ابراهیم، ​​اسماعیل، اسحاق او د هغوی په اولاده او د هغوی په وفادارو پیروانو خپل احسانونه نازل کړي دي، همدغسې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم خپل رحمت نازل کړه. "إنك حميد مجيد" "په يقين سره چې ته ستايل شوی او شرافت والا ذات يې" يعنې: هغه چې په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې ستايل شوی یې، او په عظمت، واکمنۍ او سخاوت کې پراخه یې. "اللهم بارك على محمدٍ وعلى آل محمد كما باركتَ على آل إبراهيم" «ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړی د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې». يعنې هغه ته تر ټولو لوى خير او شرف وركړه او ورته یې زیات او ثابت کړه.

فوائد الحديث

سلفو به د علماوو د علم په اړه سره بحثونه کول.

د لمانځه په وروستي تشهد کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وېیل واجب دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته پر هغه سلام او درود وېیل ورزده کړي وو.

دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وېیلو تر ټولو بشپړه صیغه ده.

التصنيفات

د لمانځه اذکار, د لمانځه اذکار, د عالم او متعلم ادبونه, د عالم او متعلم ادبونه