د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ…

د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ». "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ». "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یوه دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار"، دا دعا د دنيا ښېګڼو ته شامله ده، لکه خوندور، پراخه او حلال رزق، صالحه مېرمن، داسې اولادونه چې سترګې پرې یخیږي، هوساینه، ګټور علم، نيک عمل او داسې نورې مطلوبې او روا غوښتنې او د آخرت خېر لکه: د قبر او آخرت سختو حالاتو او د جهنم له عذابونو څخه په امن کې پاتې کېدل، د الله جل جلاله خوښي او ابدي نعمتونو تر لاسه کول او ډېر مهربان رب ته نږدې کېدل.

فوائد الحديث

دا غوره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې جامعه دعاګانې وغوښتل شي.

ښه ده چې انسان په خپله دعا کې د دنیا او آخرت خیرونه سره یوځای کړي.

التصنيفات

نبوي دعاګانې, نبوي دعاګانې