إعدادات العرض
مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، عَشْرَ مِرَارٍ
مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، عَشْرَ مِرَارٍ
له ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، عَشْرَ مِرَارٍ كَانَ كَمَنْ أَعْتَقَ أَرْبَعَةَ أَنْفُسٍ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ». «چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل: نو په اجر کې داسې دی لکه چا چې د ابراهیم علیه السلام له اولادې څخه لس غلامان ازاد کړي وي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Kiswahili தமிழ் دری Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Wolof Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Oromoo Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» وویل: چې معنا یې ده: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای. نو چا چې دا لوی ذکر په یوه ورځ کې لس ځلې تکرار کړ؛ نو دومره اجر یې تر لاسه کړ لکه چا چې د اسماعیل علیه السلام د اولادې له څلورو غلامانو څخه د غلامۍ ولکه لرې کړي وي ( یعنې ازاد کړي یې وي )؛ او د ابراهیم علیه السلام له اولادې څخه لدې امله یادونه وشوه چې هغوی له نورو زیات شرف لري.فوائد الحديث
د دې ذکر فضیلت چې په الوهیت، حاکمیت، ستاینې او بشپړ قدرت سره د الله جل جلاله یووالي ته شامل دی.
دا ثواب هر هغه څوک تر لاسه کوي چې دا ذکر په پرلپسې او یا په جلا جلا ډول ووایي.
التصنيفات
د ذکر فضیلت