رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول

رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول.

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت و چې عطر به یې نه ردول، بلکې قبلول به یې، ځکه چې ګرځول یې آسان او بوی یې ښایسته وي.

فوائد الحديث

د عطرو د ډالۍ منلو جواز؛ ځکه چې ګرځول یې سختي نه لري او منل یې منت نه لري.

د عطرو په نه ردولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ غوره اخلاق او د هغه چا ډالۍ منل چې ډالۍ یې ورکوله.

د عطرو استعمال ته هڅول.

التصنيفات

د ملاقات او اجازې غوښتلو ادبونه