كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة».…

كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خوراک، تنفس وي او یا بل څه، او دا چې هر هغه څه چې انسان نشه کوي او عقل یې له منځه وړي نو الله تعالی هغه حرام کړی او منع یې ترې فرمایلې ده، هغه که لږ وي او یا ډېر. او دا چې چا هر ډول نشه ایی توکي وڅښل او په دوامداره توګه یې څښل او تر مرګه یې ترې توبه ونه وېسته نو هغه د الله تعالی د عذاب مستحق دی چې په جنت کې به یې له شرابو محروم کړي.

فوائد الحديث

د شرابو د حراموالی لامل نشه ده، نو هر هغه شی چې انسان نشه کوي، هغه که هر ډول وي حرام دی.

الله تعالی شراب حرام کړي، ځکه چې لوی زیانونه او بدۍ پکې شتون لري.

په جنت کې د شرابو څښل د بشپړې خوښۍ او بشپړ نعمت نښه ده.

څوک چې په دنیا کې د شرابو له څښلو ډډه ونه کړي، الله تعالی به یې په جنت کې د شرابو له څښلو څخه محروم کړي، ځکه د عمل جزا یې له جنسه ده.

له مرګ نه مخکې د ګناهونو څخه توبې وېستلو ته هڅول.

التصنيفات

حرام څښاکونه