?مُعَقِّبَاتٌ لَا يَخِيبُ قَائِلُهُنَّ -أَوْ فَاعِلُهُنَّ- دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، ثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَسْبِيحَةً، وَثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ…

?مُعَقِّبَاتٌ لَا يَخِيبُ قَائِلُهُنَّ -أَوْ فَاعِلُهُنَّ- دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، ثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَسْبِيحَةً، وَثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَحْمِيدَةً، وَأَرْبَعٌ وَثَلَاثُونَ تَكْبِيرَةً». «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل

له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مُعَقِّبَاتٌ لَا يَخِيبُ قَائِلُهُنَّ -أَوْ فَاعِلُهُنَّ- دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، ثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَسْبِيحَةً، وَثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَحْمِيدَةً، وَأَرْبَعٌ وَثَلَاثُونَ تَكْبِيرَةً». «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دعاګانو په اړه خبر ورکوي چې ویونکی به یې نه تاواني شي او نه به پښېمانه شي، بلکې د دې کلمو اجر ورته شته. او ځینې یې د ځینو نورو پسې د فرض لمانځه پسې وېیل کیږي: ۳۳ ځلې «سُبْحَانَ اللهِ» یعني الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی. او "الحمد لله" درې دېرش ځلې، چې دا له پوره محبت، عظمت او بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي. او څلور دېرش ځلې "الله اکبر" نو الله جل جلاله لوی، عظیم او له هر شي نه زیات د عزت خاوند ذات دی.

فوائد الحديث

د سبحان الله، الحمد لله او الله اکبر فضیلت. او همدا تلپاتې نیکۍ دي.

التصنيفات

د لمانځه اذکار, د الله تعالی د یادولو ګټې