?لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ فَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ

?لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ فَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ فَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ، فَذَلِكَ حِينَ: {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام: 158] وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلاَنِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا فَلاَ يَتَبَايَعَانِهِ، وَلاَ يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ فَلاَ يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهُوَ يَلِيطُ حَوْضَهُ فَلاَ يَسْقِي فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أَحَدُكُمْ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلاَ يَطْعَمُهَا». «قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له لويو نښو څخه يوه دا ده چې لمر به د ختيځ پر ځاى له لوېديځ څخه راوخېژي او كله یې چې خلک وويني نو ټول به ايمان راوړي. نو دا مهال به بیا کافر ته د هغه ایمان ګټه ونه رسوي او نه به نیک عمل یا توبه ګټه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت به ناڅاپه راځي؛ تر دې چې پداسې حال کې به قیامت راشي چې خلک به د خپل ژوند په - عادي - چارو کې بوخت وي؛ نو پداسې حال کې به قيامت شي چې پلورونکي او پېرودونکي په خپلو منځونو کې خپل کالي خپاره کړي وي، نو نه به يې خرڅ کړي او نه به یې راټول کړای شي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې په لاس کې نیولي وي نو وبه یې نه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د اوبو ډنډ جوړ کړی او اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې ونه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي تر څو یې وخوري خو وبه یې نه خوري.

فوائد الحديث

اسلام راوړل او توبه وېستل تر هغه پورې منل کیږي تر څو چې لمر د لوېدیځ له طرفه نه وي راختلی.

په ایمان او نېک عمل سره د قیامت لپاره چمتووالي باندې ټینګار، ځکه چې قیامت ناڅاپه راځي.

التصنيفات

برزخي ژوند, د ايتونو تفسير