إعدادات العرض
لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ
لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ، وَلَا تَخَيَّرُوا بِهِ الْمَجَالِسَ، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ، فَالنَّارُ النَّارُ». «علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Kurdî Wolof Moore Soomaali Français Oromoo Azərbaycan Tagalog Українська தமிழ் bm Deutsch ქართული Português Македонски Magyar Lingala Русский 中文الشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې موخه د علم له زده کړې څخه خبردارى ورکړى، چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي او ځان پرې وښایي، او دا ورته وښایې چې زه هم ستاسو په څېر عالم یم، او یا د دې لپاره چې ساده او کم عقله خلک پرې مخاطب وګرځوي، او یا زده کړه د دې لپاره وکړي چې په مجلس کې پرې مشري تر لاسه کړي او نورو ته پرې لومړیتوب ورکړل شي. نو چاچې داسې وکړل، هغه د ځان ښودنې (ریا) او د الله لپاره په زده کړه کې د اخلاص د نشتوالي له امله د اور مستحق دی.فوائد الحديث
د هغه چا لپاره په اور ګواښ چې علم یې د فخر کولو لپاره زده کړې وي، او یا پرې جګړه وکړي او یا پرې په مجلس کې د ځان لپاره غوره ځای خپل کړي او داسې نور.
د هغو کسانو لپاره په نیت کې د اخلاص ارزښت چې علم زده کوي او نورو ته یې ښایې.
نیت د عملونو اساس دی او په همدې به جزا ورکول کیږي.