إعدادات العرض
?إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي
?إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې: «إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
عربي English မြန်မာ Svenska cs ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių rw Soomaali नेपाली മലയാളംالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض لمانځه د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې د یو انسان او په شرک او کفر کې د لوېدلو تر منځه یوازې د لمانځه پرېښودل دي، نو لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی او په اسلام کې ستر حیثیت لري، چا چې پرېښوده پداسې حال کې چې له فرضیت څخه یې منکر و، نو د مسلمانانو په اجماع کافر دی او که چېرته یې پکې ناغیړي وکړه او بیخي یې لمونځ کول پرېښودل نو بیا هم کافر دی، او پدې اړه د صحابه کرامو اجماع رانقل شوې ده او که چېرته یې کله پرېښوده او کله یې لمونځ کاوه نو هغه ته دا ستر ګواښ متوجه دی.فوائد الحديث
د لمانځه ارزښت او ورته پاملرنه، ځکه چې همدا د کفر او ایمان تر منځ بیلوونکی دی.
د لمانځه د پرېښودلو او ضایع کولو په وړاندې سخت خبرداری.