إعدادات العرض
راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام
راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام
د ابی عبدالله، جابر بن عبدالله الأنصاري رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: یو سړي له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل او ویې ویل: راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام، او له دې نه زیات نور هېڅ ونه کړم، آیا جنت ته به داخل شم؟ هغه وفرمايل: «هو».
[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.فوائد الحديث
د فرضو په ادا کولو او د حرامو په پرېښودلو د مسلمان ټینګار او دا چې موخه یې جنت ته داخلېدل وي.
د حلالو ارزښت او په روا والي یې عقیده لرل او د حرامو ناروا والی او په حرمت یې ایمان درلودل.
د واجبو - عملونو - تر سره کول او د حرامو پرېښودل جنت ته د ننوتلو لامل دي.
