إعدادات العرض
د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و
د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و
سعد بن هشام بن عامر - چې کله د عایشې رضي الله عنها کور ته ورغی نو ویې وییل: يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ، أَنْبِئِينِي عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ: أَلَسْتَ تَقْرَأُ الْقُرْآنَ؟ قُلْتُ: بَلَى، قَالَتْ: فَإِنَّ خُلُقَ نَبِيِّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ الْقُرْآنَ. اې د مؤمنانو مورې، ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه خبر راکړه، هغې وفرمایل: آیا ته قرآن نه لولې؟ ما وویل: ولې نه، ویې فرمایل: د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands తెలుగు Kiswahili தமிழ் دری Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Wolof Azərbaycanالشرح
د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې جامع ځواب ورکړ، او پوښتونکي ته یې په قرآن کریم حواله ورکړه؛ هغه کتاب چې د کمال ټول صفتونه پکې دي، نو ویې فرمایل چې: د هغه اخلاق قرآن و، په هغه څه چې قرآن امر کړی هغه یې عملي کړي، او له هغه څه چې قرآن منع فرمایلې، ډډه یې ترې کړې ده، نو په قرآن عمل کول، د هغه له حدودو سره ودرېدل، په ادابو یې ځان سنګارول، له کیسو او مثالونو څخه یې عبرت اخیستل د هغه اخلاق و.فوائد الحديث
رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې پدې کې اقتدا کول چې قرآن کریم یې اخلاق و.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو ستاینه او دا چې دا د وحې سرچینه ده.
قرآن کریم د ټولو ښو اخلاقو سرچینه ده.
په اسلام کې اخلاق ټول دین ته شاملیږي؛ د اوامرو پر ځای کولو او له منهیاتو څخه ډډه کولو سره.
التصنيفات
أخلاقي صفتونه