إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.
[صحيح دی] [النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Русский Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenska Wolof नेपाली Shqipالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدو او شړلو ښېرا کړې ده چې د ښځو ځانګړي لباسونه اغوندي؛ برابره خبره ده که دا په بڼه، رنګ، طرز، د اغوستلو په طریقې، سینګار یا نورو شیانو کې وي. یا د یوې ښځې لپاره هم د نارینه وو د جامو تقلید کول، چې دا هم د کبیره ګناهونو څخه ده.فوائد الحديث
شوکاني ويلي: د ښځو لپاره د نارينه وو تقليد کول او د نارينه وو لپاره د ښځو تقليد کول حرام دي، ځکه چې لعنت يوازې په حرام کار پورې اړه لري.
ابن عثیمین ویلي: که چېرې یو څه د دوی ترمنځ شریک وي، لکه ځینې زېرپېرانونه چې نارینه او ښځینه یې اغوندي، نو پدې کې هېڅ ګناه نشته، یعني د نارینه او ښځینه وو لپاره د دې اغوستل هېڅ ګناه نلري، ځکه چې دا مشترک شیان دي.
