إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português മലയാളം Kurdî অসমীয়া Kiswahili አማርኛ Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands සිංහල ไทย नेपाली Кыргызча Malagasy Svenska Română తెలుగు ქართულიالشرح
انس رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی اختر په ورځ په خپل لاس دوه نر ښکرور برګ پسونه قرباني کړل، هغه چې رنګ یې تور او سپین سره ګډ وي او ویې ویل: بسم الله و الله اکبر، او خپله پښه یې د هغوی په ورمېږونو کېښوده.فوائد الحديث
د قربانۍ مشروعیت او پدې کې د مسلمانانو اجماع ده.
د قربانۍ لپاره غوره هغه ډول وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې ده؛ د هغې د ښکلا، ښایسته غوښې او وازګې له امله.
نووي وایي: پدې کې په دې خبره دلیل دی چی یو سړی کولی شي خپله قرباني په خپله وکړي او له عذر پرته یې په بل چا ونه کړي او که یې (د عذر له امله) په بل چا کوله نو د حلالې پر مهال باید خپله حاضر وي، او که پر ځای یې بل مسلمان ورته حلاله وکړه نو پرته له اختلافه چې روا ده.
ابن حجر وايي: په دې کې په دې خبره دلیل دی چې د ذبحې پر مهال د بسم الله او الله اکبر ويل مستحب دي او دا هم مستحب دي چې د حلالې پر مهال د قربانۍ د ورمېږ په ښي اړخ پښه کېښودل شي او پدې یې هم سره سلا کړې چې قرباني باید په چپ اړخ څملول شي او خپله پښه دې د ورمیږ په ښي طرف کېښودل شي، تر څو حلالوونکي ته اسانه شي چې چاړه په ښي لاس او د قربانۍ سر په چپ لاس ونیسي.
د ښکرور څاروي قرباني کول مستحب دي او په نورو هم قرباني جایز ده.