إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ،

إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ،

ابو موسی رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: «إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ، فَحَامِلُ الْمِسْكِ: إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً، وَنَافِخُ الْكِيرِ: إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً». "د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله خلکو مثال بیان کړ: لومړی ډول: نېک او صالح ملګری چې د الله لورې او هغه څه ته دې لارښوونه کوي چې هغه پرې خوشحالیږي، او په اطاعت کې دې مرسته کوي. نو د ده مثال لکه د مشکو پلورونکي دی چې یا خو به یې درکړي، یا به یې ترې واخلې او یا به ترې ښایسته بوی درشي. او دویم ډول: بد ملګری؛ چې د الله له لارې دې منع کوي او د ګناهونو په کولو کې دې مرسته کوي او بد کارونه به ترې وینې او د هغه په څېر خلکو د ملګرتیا او ناستې پاستې له امله به د خلکو مخ در اوړي. نو د ده مثال د هغه پخ (آهنګر) په څېر دی چې اور پوکوي؛ نو یا خو به د اور سپرغۍ دروالوځوي او کالي به دې وسوځوي، او یا خو به ورته د نږدې والي له امله بد بوی ومومي.

فوائد الحديث

اورېدونکي ته د معنی نږدې کولو لپاره د متلونو کارول جواز لري.

د فرمانبرداره او صالحه خلکو ناستې ته هڅول او پر ملګرتیا یې ټینګار، او د مفسدو او بد اخلاقه خلکو څخه ډډه کول.

التصنيفات

د نیکانو حالتونه, د ګناهونو بدي