ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی

ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، حِينَ بَعَثَهُ إِلَى الْيَمَنِ: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ، فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ، فَإِيَّاكَ وَكَرَائِمَ أَمْوَالِهِمْ، وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ، فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللهِ حِجَابٌ». رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته لېږه نو ورته یې وویل: « ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که دوی په دې کې ستا پیروي وکړه، نو پوه یې کړه چې الله تعالی پرې په هره ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو پدې یې پوه کړه چې الله تعالی پرې د دوی په مالونو کې زکات فرض کړی دی چې له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې بېرته ورکول کیږي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو د دوی له غوره مالونو - اخیستلو - څخه ځان وساته، او د مظلوم له ښېراوو څخه ووېرېږه، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه هېڅ پرده نشته».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه د یمن هېواد ته د الله لورې ته د بلونکي او ښوونکي په حیث ولېږه، نو ورته یې واضحه کړه چې هغه به د نصاراوو له یو قوم سره مخ کیږي؛ تر څو ورته چمتووالی ولري، نو بیا دې ورته تر ټولو د مهمو مسایلو په بیانولو پیل وکړي. نو لومړی دې هغوی د عقېدې سمون ته راوبولي؛ تر څو پدې ګواهي ورکړي چې له الله -تعالی- پرته بل معبود نشته او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله -تعالی- رسول دی؛ ځکه چې پدې سره په اسلام کې داخلیږي، نو کله چې دېته غاړه کیږدي په لمانځه ورته امر کوي؛ ځکه چې لمونځ له توحید څخه وروسته تر ټولو لوی واجب دی، نو کله یې چې لمونځ قائم کړ، مالدارو ته یې امر کوي تر څو د خپلو مالونو زکات غریبانو ته ورکړي ، او بیا یې هغه ته خبرداری ورکړ چې غوره مال یې وانخلي، ځکه چې واجب منځمهالی دی، بیا یې ورته له ظلم څخه په ځان ساتلو وصیت وکړ، تر څو ورته مظلوم ښیرا ونه کړي، ځکه چې د هغه ښېراوې قبلیږي.

فوائد الحديث

د (شهادة أن لا إله إلا الله) معنا په عبادت سره د الله تعالی یووالی او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي.

او د ( شهادة أن محمدًا رسول الله ) معنا په محمد رسول الله او په هغه څه ایمان راوړل دي چې هغه ورسره راغلی دی، او هغه ریښتونی ګڼل، او دا چې هغه بشریت ته د الله تعالی وروستی پيغمبر دی.

د عالم مخاطب کول او هغه کسان چې شبهه ولري د جاهل انسان د مخاطب کولو په څېر ندي، لدې امله یې معاذ تنبیه کړ او ورته یې وویل چې: ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې".

مسلمان باید په خپل دین کې بصیرت ولري؛ تر څو د شک اچوونکو له شبهو څخه وژغورل شي، او دا کار د علم په زده کړې سره کیږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته د یهودو او عیسویانو د دین بطلان او دا چې دوی به د قیامت په ورځ د نجات موندونکو له ډلې څخه نه وي، تر دې چې په اسلام کې داخل شي او په رسول الله صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي.

التصنيفات

اسلام