إعدادات العرض
إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ…
إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ أَيْضًا». "کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ أَيْضًا». "کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Nederlands አማርኛ অসমীয়া Oromoo Tiếng Việt ગુજરાતી ไทย Română മലയാളം नेपाली Malagasy Deutsch Кыргызча తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان بل مسلمان ته په سلام اچولو هڅوي؛ هر کله چې ورسره مخ کیږي، که څه هم سره یو ځای روان وي او کله یې چې تر منځه کوم شی خنډ واقع شي لکه: ونه، دیوال او یا لویه ډبره او بیا ورسره مخ شي، نو بیا ځل دې پرې سلام واچوي.فوائد الحديث
سلام اچول مستحب دي، او دا چې د وضعیت د هر بدلون پر مهال واچول شي.
د سلام اچولو سنت پر دودولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت ټینګار او پکې مبالغه کول؛ ځکه چې دا د مسلمانانو ترمنځ مینه او پېژندګلوي راولي.
سلام په (السلام علیکم) یا په ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) الفاظو سره اچول کیږي، پرته لدې چې د ملاقات پر مهال د لومړي ځل لپاره لاس هم ورکول کیږي.
سلام دعا ده، او مسلمانان اړتیا لري چې یو بل ته دعا وکړي، که څه هم دا کار په تکراري ډول تر سره شي.
التصنيفات
د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه